امنا هیئت

د تاج پوهنتون د امنا هیئت غړي

د تاج پوهنتون امنا هیئت

امنا هیئت د تاج پوهنتون پر چارو د مشرتابه او پرېکړې کولو لوړ مرجع ده. امنا هیئت لاندې ترکیب لري.
۲. درې تنه استادان چې د پوهنیار یا له هغې لوړه علمي رتبه ولري، د دوکتورا درجې سره او لږ تر لږه ماسټر، چې له دې ډلې یو تن یې د پوهاند علمي رتبه ولري.
۳. څلور تنه علمي شخصیتونه چې لږ تر لږه د لیسانس لوړې زده‌کړې ولري.
۴. څلور تنه له مدني، سوداګریزو او صنعتي نهادونو یا اړوندو موسسو استازي چې لوړې زده‌کړې ولري.
۵. په دې ماده کې د ۲، ۳ او ۴ بندونو غړي نشي کولای د تاج پوهنتون له منسوبینو څخه وي.
۶. د امنا هیئت د غړو ټاکل د تاج د بنسټګرو په صوابدید دي.
د امنا هیئت غړي په لاندې حالتونو کې په امنا هیئت کې خپله غړیتوب له لاسه ورکوي:
۱. د امنا هیئت د غړو د اکثریت په صوابدید.
۲. د استعفا یا مړینې په صورت کې.
۳. د دوامداره ناروغۍ یا دایمي معلولیت په صورت کې چې د امنا هیئت په غونډو کې د دوی فعال حضور او ګډون ناشونی کړي.
۴. د هغو غړو د ځای ناستي لپاره چې د عذرونو له امله غړیتوب له لاسه ورکوي، په دوو میاشتو کې د دې اساسنامې د معیارونو په رعایت سره نوي کسان ټاکل کېږي.
د امنا هیئت دندې او صلاحیتونه دا دي:
۱. د اکاډمیک، اداري او د خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د تاج پوهنتون د فعالیتونو اساسنامې او طرزالعملونو ترتیب او تصویب.
۲. د تاج پوهنتون د لنډمهالو او اوږدمهالو پراختیايي پلان مطالعه او ارزونه او په دې اړه د اړتیا وړ پرېکړو کول.
۳. د تاج پوهنتون د اساسنامې او طرزالعملونو تایید، تعدیل او بشپړول او د موافقې لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت ته وړاندې کول.
۴. د لوړو زده‌کړو د قانون په بدلون او د تاج پوهنتون د فعالیتونو په بدلون سره سم، د علم او ټکنالوژۍ د پراختیا او پرمختګ لپاره د ټولنې د بېړنیو اړتیاو له مخې، د تاج پوهنتون د تشکیلاتي جوړښت او فعالیتونو د بدلونونو تایید او د موافقې لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت ته وړاندې کول.
۵. د نوو شامل شوو محصلانو د جذب د پلان څارنه او ارزونه او د فیس د اندازې ټاکل.
۶. د علمي کدر د غړو او د تاج پوهنتون د نورو منسوبینو د معاشونو او نورو پیسو امتیازونو د اندازې تایید او د علمي کدرونو د جذب په اړه د اړوندو لارښودونو وړاندې کول.
۷. د تاج پوهنتون د ویاړنو ډیپلومونو، مډالونو، تحسین‌لیکونو او قدرلیکونو ورکول.
۸. د تاج پوهنتون د رئیس ټاکنه.
۹. پر ځانګړو کمېټو او د هغو پر دندو او صلاحیتونو څارنه.
۱۰. د علمي کدر د غړو او محصلانو شکایتونو ته رسېدنه چې د تاج په تدریسي، څېړنیزو او اداري چارو پورې اړه لري.
۱۱. په تاج کې د یوه دقیق، شفاف او اغېزمن مالي او محاسبوي میکانیزم د رامنځته کېدو او رعایت څارنه.
۱۲. د تشکیلاتي جوړښت، کلنۍ بودجې او د لنډمهالو او اوږدمهالو پراختیايي برنامو منظوري.
۱۳. د تاج خصوصي پوهنتون د رئیس د عزل د وړاندیز منظوري.

د تاج پوهنتون د امنا هیئت د غړو د پېژندګلوۍ جدول
# نوم او تخلص د پلار نوم تحصیلي درجه

۱

پوهنوال سکندر سپهر

عبدالروف

ماسټر

۲

پوهنوال نصیر احمد آرین

ولی محمد

لیسانس

۳

نصرالله رحمانی

عبدالرحیم

لیسانس

۴

سیمین شمس

عبدالملک شمس

ماسټر

۵

منصور شمس

عبدالملک شمس

ماسټر

۶

ادریس تبسم

عبدالاحد

ماسټر

۷

محمد حسن حمیدی

عبدالحمید

لیسانس

۸

سید نجیب الله همگام

سید عزیز

لیسانس

۹

عبدالمتین بارکزی

خان زمان

لیسانس

د نوي تحصیلي کال لپاره نوم لیکنه

د اقتصاد او د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځیو کې د ۲۰٪ تخفیف سره.

آنلاین نوم لیکنه