د مالي او اداري چارو معاونیت
د تاج پوهنتون د مالي او اداري چارو د معاون په توګه، زموږ ژمنه د کیفیت لوړول، شفافیت او علمي خدمتونه دي.
د پوهنتون د مالي او اداري چارو د معاون ژوندلیک
زه سید نجیبالله همګام، د سید عزیز زوی، په ۱۳۷۳ کال کې د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې په یوه متدینه کورنۍ کې زېږېدلی یم. ابتدايي زدهکړې مې د اندخوی په ابومسلم خراساني لېسه کې په عالي درجه پای ته ورسولې او په ۱۳۹۴ کال کې د ۳۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د لومړۍ ټاکنې په توګه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې بریالی شوم. د فراغت منوګراف مې «د مقننې قوې اړیکه له اجرائیې قوې سره» تر عنوان لاندې په بریالیتوب سره دفاع کړ.
| فعالیت | توضیحات |
|
ټولنیز کلتوري فعالیتونه |
د سره میاشت رضاکار غړی، په کابل کې د فاریاب د اندخوی د ګوزل د محصلانو د ټولنې غړی، د کابل پوهنتون د محصلانو د ټولنې غړی او د مولانا راشد د ټولنې غړی |
|
اداري فعالیتونه |
۱۳۹۷ کال د کتابتون مدیر، د کتابتونونو عمومي مدیریت، په مرکز کې د پوهنتون استازی، ۱۴۰۱-۰۵-۲۱ د اداري چارو د معاونیت سرپرست، ۱۴۰۱-۰۷-۲۱ د اداري چارو معاون او ۱۴۰۲-۱۱-۰۷ د مالي او اداري چارو معاون |
|
اکاډمیک فعالیتونه |
۱۳۹۸ کال د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې علمي کدر |
تاریخچه
د تاج پوهنتون د مالي او اداري معاونیت لنډه ساختماني او مدیریتي تاریخچه
د تاج پوهنتون له ۱۳۸۹ کال د جوړېدو راهیسې تر اوسه په خپل مدیریت کې د پام وړ اداري او مالي بدلونونه لیدلي دي چې په تفصیل یې بیان شوي دي:
۱. ۱۳۸۹ کال (د پوهنتون جوړېدل):
o د پوهنتون د اجرائیوي او مالي چارو د څارنې لپاره د اداري مدیریت د بست جوړول.
۲. ۱۳۹۱ کال:
o د اداري مدیریت د اداري معاونیت ته د پراخو واکونو سره لوړول.
o دې معاونیت د اداري او مالي دواړو برخو مسؤولیت په یوځای ډول په غاړه درلود.
۳. ۱۳۹۵ کال:
o د پوهنتون د فعالیتونو د پراخېدو او د مالي سرچینو د مدیریت د ډېر تخصصي کېدو د اړتیا له امله د مالي معاونیت له اداري معاونیت څخه جلا کول.
o له دې کاله وروسته، اداري معاونیت یوازې پر اجرائیوي چارو او خپلواکه مالي معاونیت پر بودجې، محاسبې او عوایدو څارنه درلوده.
۴. ۱۴۰۲ کال (دلو):
o د لوړو زدهکړو د وزارت د امر له مخې د دواړو معاونیتونو بیا یوځای کول د «د مالي او اداري چارو معاونیت» تر عنوان لاندې.
o د دې یوځای کولو موخه د بیروکراسۍ کمول، د سرچینو د مدیریت یوځای کول او د موثریت زیاتول وه.
| د مالي او اداري چارو د معاونیت مدیریتي تاریخچه | |
|---|---|
| نوم او تخلص | کال |
|
امان الله "صفر اوغلو" |
۱۳۸۹ تر ۱۳۹۹-۱۰-۰۳ |
|
بانو سیمین "شمس" |
۱۳۹۹-۱۰-۰۶ تر ۱۴۰۰-۰۶-۲۰ |
|
بانو آرزو "قادری" |
۱۴۰۰-۰۶-۲۲ تر ۱۴۰۰-۰۷-۱۹ |
|
محمد داود "مبارز" |
۱۴۰۰-۰۷-۲۰ تر ۱۴۰۱-۰۵-۱۶ |
|
سید نجیب الله "همگام" |
۱۴۰۱-۰۵-۱۷ تر اوسه |
لاستهراوړنې
- د دندې د خوندیتوب پالیسي
- د خدمتحق او تحصیلي فیس لایحه
- د بشري سرچینو پالیسي
- مالي پالیسي
- د تهیې او تدارکاتو پالیسي
- د ګدامدارۍ پالیسي
صلاحیتونه او دندې
د دندو لایحه
د دندې عنوان: د مالي او اداري چارو معاون
وزارت/اداره: د لوړو زدهکړو وزارت
موقعیت: د تاج خصوصي لوړو زدهکړو موسسه
برخه: د مالي او اداري چارو معاونیت
بست: دویم
راپور ورکول: د پوهنتون ریاست
راپور اخیستل له: اړوندو آمریتونو او مدیریتونو
د دندو تشریح:
۱. د مالي، اداري او خدماتي برخو کې له پوهنتون رئیس سره همکاري؛
۲. د مالي، اداري او خدماتي برخو کې د پوهنتون رئیس ته اړین مشورې ورکول؛
۳. د پوهنتون د غیر اکاډمیک غړو د ټاکنې او جلا کېدو په اړه قانوني اجراآت؛
۴. د پوهنتون د منسوبینو د تقاعد د حقونو د اجرا په اړه قانوني اجراآت؛
۵. د اړوندو دفترونو د فعالیتونو او اجراآتو مشري او څارنه؛
۶. په مالي، محاسبوي، خریداریو، د مالونو او اجناسو د ثبت او راټولولو او نورو مالي، اداري او خدماتي چارو په اړه قانوني اجراآت، په شمول د منسوبینو د انتقال او د زدهکړیزو فعالیتونو په اغېزمن او اسانه ډول د ترسره کولو لپاره د مناسبو ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول؛
۷. د اړتیاوو او پراختیاوو په نظر کې نیولو سره د پوهنتون په عادي او پراختیايي بودجه کار؛
۸. د ودانیو، شنو ساحو او نورو اړوندو برخو د ساتنې او څارنې په اړوند چارو څارنه؛
۹. د پوهنتون د شتمنیو او ملکیتونو په اړه قانوني اجراآت؛
۱۰. په پوهنتون کې د ودانیو او چاپېریال کې د روغتیايي، پاکۍ او سوترهګۍ د شرایطو تامین؛
۱۱. د اړوندو آمارو او احصایو چمتو کول؛
۱۲. د برېښنا رسولو، اوبو رسولو، د ودانیو تودولو، د کافېټېریا د سالم فعالیت په چارو کې د اغېزمنو او هر اړخیزو تدبیرونو پراختیا او په دې برخو کې د مختلفو دفترونو د اجراآتو څارنه؛
۱۳. د پوهنتون د فزیکي زېربنا د پراختیا لپاره د پلانونو او کاري برنامو طرح؛
۱۴. د پوهنتون د پراختیا او ستونزو د حل لپاره د ګټې لرونکو فعالیتونو د رامنځته کولو او هڅولو او د هغو د کارولو د پړاونو د تېرولو لپاره د پلانونو او کاري برنامو طرح، د نورو معاونیتونو او پوهنځیو سره په تفاهم؛
۱۵. د پوهنتون ریاست او علمي شورا ته د اړوندو فعالیتونو راپور وړاندې کول؛
۱۶. د پوهنځیو د اداري او خدماتي غړو د ټاکنې او جلا کېدو په اړه اجراآتو همغږي کول د هر پوهنځي له ادارې سره؛
۱۷. په اداري برخه کې د لوړو زدهکړو د موسسې د علمي شورا د پرېکړو د اجرا سازماندهي او څارنه؛
۱۸. د محصلانو د علمي-ساحوي کدرونو د اجرا لپاره د اړتیا وړ امکاناتو او اسانتیاوو برابرول؛
۱۹. نورې دندې چې د قانوني معیارونو له مخې ورپورې اړه لري.
اړین زدهکړې، تجربې او مهارتونه:
د دې بست لپاره لږ تر لږه غوښتنې د ملکي خدماتو د کارکوونکو د قانون په ۷ او ۳۴ مادو کې ذکر شوي دي.
تحصیلي درجه:
لږ تر لږه لیسانس؛ لوړې تحصیلي درجې ته ترجیح ورکول کېږي.
اړینې تجربې:
لږ تر لږه ۳ کاله د دندې اړوند کاري تجربه.
مهارتونه:
• د مدیریتي او افهام او تفهیم مهارتونه لرل؛
• د کمپیوټري پروګرامونو بشپړ بلدیت؛
• د هیواد په یوه ملي ژبه تسلط او د انګلیسي ژبې سره آشنايي.
کمېټې
| کمېټه | رئیس او منشي | چارټ او لایحه |
|
د بحران او اضطراري حالتونو د رسېدنې کمېټه |
مسؤول: عمومي رئیس، منشي: د محصلانو د چارو معاون |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
د استخدام کمېټه |
مسؤول: عمومي رئیس، منشي: د بشري سرچینو آمر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
د شکایتونو د اوریدو کمېټه |
مسؤول: عمومي رئیس، منشي: د بشري سرچینو آمر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېټه |
مسؤول: عمومي رئیس، منشي: د بشري سرچینو آمر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
مالي کمېټه |
مسؤول: عمومي رئیس، منشي: د مالي آمر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
د چاپېریال او شنو ځایونو کمېټه |
مسؤول: د مالي او اداري چارو معاون، منشي: د ساتنې او څارنې مدیر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
د امنیت موسسهیيزه کمېټه |
مسؤول: د مالي او اداري چارو معاون، منشي: د امنیت عمومي مدیر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
|
د تهیې او تدارکاتو کمېټه |
مسؤول: د مالي او اداري چارو معاون، منشي: د تهیې او تدارکاتو عمومي مدیر |
د تشکیلاتو چارټ ډاونلوډ د دندو لایحه ډاونلوډ |
د تشکیلاتو چارټ
امکانات
- پالیسۍ او طرزالعملونه
- تازه اداري جوړښت او تشکیلات
- د علمي کدر جوړښت او تشکیلات چې د وزارت له خوا ټاکل شوی
- د علمي برنامو تازه نصاب
- جواز لرونکې علمي-څېړنیزه مجله
- منظمې اداري مراسلې
- د علمي همکارۍ، کارزدهکړې او مسلکي تفاهملیکونه
- په ملي او نړیوالو مجلو کې د استادانو څېړنې او نشرات
بنسټیز امکانات
- سمبال لابراتوارونه
- انټرنېټ لب
- کتابتون
- مهرین سیستم
- د لوړو زدهکړو د وزارت د معلوماتو د مدیریت په سیستم کې غړیتوب
- الکترونیکي کتابتون
- دایمي ودانۍ
- سمبال ټولګي
- کانټین
- سولر سیستم
- د علمي کنفرانسونو تالار
- د نمایشي محکمو تالار
- د رواني درملنې مشورتي مرکز
- د مهارتونو او کارموندنې د ودې مرکز
- حقوقي کلینیک
- روغتیايي کلینیک
د رسمي او قراردادي کارکوونکو شمېر (د دندې په توپیر)
د نوي تحصیلي کال لپاره نوم لیکنه
د اقتصاد او د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځیو کې د ۲۰٪ تخفیف سره.