چکیده
د نشه يي توکو استعمال د انساني عقل، صحت او ټولنې لپاره یوه لویه ناوړه پدیده ده چې اسلامي شریعت یې کلک مخالفت کړی او د مخنیوي لپاره یې ګڼې شرعي لارې چارې وړاندې کړې دي. دا موضوع له دې امله ډېره ارزښتمنه ده چې نېشه يي توکو استعمال د فرد او ټولنې لپاره خورا خطرناکه ده، نېشه يي توکي انسانانو ته يواځې جسماني زيانونه نلري، بلکې د طبي زيانونو ترڅنګ عقيدوي او قانوني زيانونه هم لري، د دې څېړنې موخه دا ده چې د نشه يي توکو د مخنيوي هغه عملي، حقوقي او شرعي لارې وڅېړل شي، چې د قرآن او سنت په رڼا کې انسان او ټولنه له دې خطرناکې بلا وساتي، په دې علمي څېړنه کې چې په کتابتوني ډول وصفي او تحليلي مېتود سره تر سره شوې نېشه يي توکو له استعمال څخه د مخنيوي، شرعي او حقوقي لارې چارې څېړل شوی، ددې څېړنې پايلې ښييچې نېشه يي توکو استعمال فرد، ټولنې او په مجموع کې ټول انسانيت ته ستر زيان دی، مونږ ټول هم په فردي شکل او هم په اجتماعي شکل مسؤل يو چې د نېشه يي توکو مخنېوی وکړو، په مجموع کې پلار، دولت او هر مسؤل د نېشه يي توکو د استعمال په مخنېوي کې ستر رول لري. له پايلو دا هم ښکاري چې که یادې لارې چارې په ګډه او عملي توګه د کورنۍ، علماوو، دولت او ټولنې له خوا پلي شي، نو د نشه يي توکو د استعمال او خپرېدو کچه به په ټولنه کې تر ډېره کمه شي.