چکیده
کوچني او منځني کچې کاروبارونه د يوه هيواد د پرمختګ لپاره په پښو دريدلي صنعت يو پياوړي بنسټ جوړوي، دغه کاروبارونه د اقتصاد ماشين ګڼل کيږي تر ډيره حده دغه ماشين د کوچني او منځني کاروبارونوپه واسطه چليږي. ددي څيړني مقصد په ننګرهار ولايت کې دکوچڼي او منځني کچې کاروبارونو پر وړاندي ستونزپه ګوته کوي، همدارنګه دغه ستونزو ته په موثره توګه حل لارې چارې وړاندي کوي. په دغه څيړنه کې دسروي ميتود څخه ګټه اخستل شوي چي د دوسوه او شپږ ديرش کوچني او منځني کچې کاروبارونو څخه لومړني لاس ډاټا ترلاسه شوي، نوموړي ډاټا لومړي مشخصه، ډاټا کوډ ګوزاري شوه، په اړونده موضوعاتو تقسيم شوه، ډاټا په کامل ډول تصفيه، او اصلي موضوعات ترلاسه شول، چي تحليل يي په اکسل کې ترسره شوه. په پايلي کې ځيني عمده او فرعي خنډونه په ګوته شول چي د عمده خنډونو له جملي څخه ګمرکي ستونزي، برښنا کمښت، ښکيلو خواو نه پاملرنه، دفعال صنعتي پارکونو نشتون، دبازارموندنې نشتون، مسلکي کارکونکو کموالي. ښکيل اړخونه لکه دولت، اړونده موسسات دکوچني او منځني کچې کاروباريان بايد په ګډه په يوميکانيزم باندې کار وکړي چي يو دوامداره با ثباته پاليسياني ترتيب اوعملي کړي چي خنډونو ته د پاي ټکې کيښودل شي، تر څو کوچني او منځني کاروبارونه د هيواد په پرمختګ کې رغنده رول ترسره کړي.